له درې مېاشتني ځنډ وروسته د هغو اتلس پناه غوښتونکو جسدونه راوړل شول، چې بلغاریا کې مړه شوي و

۸صبح، کابل: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په بلغاریا کې په یوه کانټینر کې د وژل شویو ۱۸ افغان کډوالو جسدونه، ایله اوس هېواد ته راوړل شول.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال (ضیا احمد تکل) ویلي، چې د افغان کډوالو جسدونه نن چهارشنبه (د غبرګولي په ۳مه) هېواد ته راوړل شوي دي.

د دغو کډوالو جسدونه د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له خوا خپلو سیمو ته انتقال شوي دي.

طالبانو ددغو جسدونو د لېږد د ځنډ لامل، د بلغاریا د حکومت ورو قضايي بهیر، په بانکونو محدودیتونه او ترانزیتي شرکتونو ته د پیسو لېږدولو په برخه کې، ستونزې بللي دي.

طالبانو له خلکو غوښتي چې په ناقانونه توګه اروپايي هېوادونو ته ولاړ نه شي.

د روان کال د فبرورۍ د میاشتې په ۱۷ نیټه د جمعې په ورځ لږ تر لږه د ۱۸ افغان کډوالو مړي، د بلغاریا د پلازمېنې صوفیا په څنډه کې، په یوه کانټینر کې وموندل شول، چې د اکسیجن د نشتوالي له امله مړه شوي ول.

په وژل شویو کې یو شپږ کلن ماشوم هم شامل دی.

هغه پرېښودل شوی کانټینر چې ددغه هېواد د پولیسو له خوا کشف شو، پکې ۵۲ کډوال چې ډېری یې افغانان ول، د لرګیو په منځ کې پټ و، ترڅو د بلغاریا له لارې لوېدیځې اروپا ته ولاړ شي.

ورته لیکنې

Back to top button