اوکراین ته د بایډن له سفر وروسته، پوتین له امریکا سره د روسیې د وسلو د کنټرول وروستی تړون وځنډاوه

د راپورونو له مخې، اوکراین ته د امریکا د ولسمشر جو بایډن د وروستي سفر په غبرګون د روسیې ولسمشر د روسیې او امریکا ترمنځ د وسلو د کنټرول وروستی تړون وځنډاوه.
نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دا خبره سه شنبه د فبرورۍ پر ۲۱ نېټه پر اوکراین د خپل هېواد د پوځي برید د کلیزې په مناسبت په ۹۰ دقیقو وینا کې وکړه.
هغه زیاته کړه، چې روسیه به د وسلو د کنټرول په نوي پیل تړون کې خپل ګډون وځنډوي.
هغه د دې اقدام علت له اوکراین سره د واشنګټن د پوځي مرستو دوام بللی.
د روسیې ولسمشر امر کړی، چې نوې ځمکنۍ اټومي وسلې دې په جنګي ماموریتونو کې په فعاله توګه ځایپرځای شي.
پوتین پر اوکراین د برید په اړه د خپلې پرېکړې دفاع وکړه او ټینګار یې کړی، چې روسیه به خپلې ټولې دندې «په احتیاط او دوامداره توګه» ترسره کړي.
د روسیې ولسمشر یو ځل بیا «لوېدیځ مشران» د جګړې د اوږدېدو مسوولان بللي او ادعا یې کړې، چې لوېدیځ له اوکراینیانو څخه د «توپ د خوراک» په توګه کار اخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر جو بایډن په یوه ناڅاپي سفر د اوکراین پلازمېنې کيیف ته ولاړ.