۸صبح، کابل: د ملګروملتونو سازمان د ښځو برخې تازه اعلان کړی، چې افغانستان کې د ښځو د کار ممنوعیت وروسته ۱۵۱ موسسو ۸۶ سلنه فعالیت درېدلی او یا هم کم شوی دی.
د ملګروملتونو سازمان د ښځو برخې شنبه شپه د مرغومي پر لسمه نېټه په یو لړ ټویټونو کې افغانستان کې د ښځو د کار له ممنوعیت وروسته د غیردولتي موسسو فعالیت په اړه د خپلو نویو څېړنو پایلې خپرې کړې دي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې د ۱۵۱ موسسو ۸۶ سلنه فعالیت، چې افغانستان کې یې بشردوستانه مرستې وړاندې کولې درول شوی او یا هم کم شوی دی.
د ملګروملتونو سازمان د ښځو برخې ارزونې ښيي، چې د ښځو په مشرۍ له ۳ موسسو یوه موسسه د خپل ۷۰ سلنه فعالیت درېدو ته اړ شوې دي ده.
د ویلو ده، چې د طالبانو له خوا د ښځو پر کار له بندیز وروسته افغانستان کې د یو شمېر موسسو فعالیت په بشپړ ډول درېدلی دی.