۸صبح، کابل: د مقاومت جبهې ویاند صبغتالله احمدي وایي، چې نړیواله ټولنه باید افغانستان کې د ښځو د ځپل کېدو پروړاندې یوازې پر غندنې بسنه ونهکړي.
د مقاومت جبهې ویاند دوشنبه د سلواغې پر لسمه دغه خبرې د خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زدهکړو د موسسو د کانکور په ازموینه کې د نجونو او ښځو پر ګډون د بندیز په غبرګون کې کړې دي.
احمدي ویلي، چې د مقاومت جبهه د افغان نجونو پروړاندې د طالبانو له کړنو نه حیرانېږي؛ خو د طالبانو د داسې کړنو پروړاندې یوازې پر غندلو د نړیوالې ټولنې بسنه د اندېښنې وړ ده.
د احمدي په وینا د لوړو زدهکړو د خصوصي موسسو د کانکور په ازموینه کې د ښځو د ګډون منع کول له بشري حقونو سخته سرغړونه ده.
احمدي ټینګار کړی، چې طالبانو هېڅ بدلون نه دی کړی او له هغوی باید د انساني چلند تمه ونهشي.
د ویلو ده، چې د خصوصي پوهنتونونو د کانکور په ازموینه کې د ښځو پر ګډون د بندیز په تړاو د طالبانو نوي فرمان نیوکې پارولې دي.