د الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی چې د غزې په شمال کې پر دوو ښوونځیو د اسرائیل د هوايي بریدونو له امله لسګونه ملکي وګړي وژل شوي دي.
دا بریدونه د شنبې ورځ، د لړم میاشتې په ۱۸مه د غزې په شمال «الفاخوره» ښوونځیو او « تل الزعتر» باندې وشول.
دغه ښوونځي د ملګرو ملتونو (اونروا) پورې تړلي دي او بې ځایه شوي خلک په کې ځای پرځای شوي چې ډیری یې ماشومان دي.
د فلسطین د روغتیا وزارت خبر ورکړی چې پر الفاخوره ښوونځيو د بریدونو په پایله کې لږترلږه ۵۰ تنه وژل شوي دي.
د دغه راپور له مخې، په دغو دوو بریدونو کې «سلګونه» وژل شوي او ټپیان دي.
په ورته وخت کې د الجزیرې خبریال هاني محمود د غزې په سویلي برخه کې له خان یونس څخه راپور ورکړی چې ویلي یې دي: «په دې بریدونو کې شاوخوا ۲۰۰ کسان وژل شوي او اټکل کېږي چې دا شمېره نوره هم لوړه شي ځکه ډېر کسان تر خاورو لاندې دي. خلک د نورو کسانو د را ایستلو لپاره په بیلچو او خالي لاسونو لګیا دي.»
دې سره جوخت، د منځني ختیځ او شمالي افریقا لپاره د یونیسف سیمهییزې مشرې، ایدلا خودر، پر اېکس ټولنیزه پاڼه لیکلي: «ماشومان، ښوونځي او سرپناوې مه په نښه کوئ.»
تر دې مخکې د اسرائیل پوځ د «جبالیه» اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی و چې له سیمې ووځي.
بلخوا اسرائیل وايي چې په دې بریدونو کې یواز او یوازې حماس په نښه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې واشنګټن پوسټ د سرچینو په حواله خبر ورکړی چې اسرائیل، امریکا او حماس یوې هوکړې ته رسېدلي، څو له مخې به یې په غزه کې لسګونه بندیان د پنځه ورځني اوربند په بدل کې خوشي شي.