الاهې دلاورزۍ سعید خوستی له نورو نجونو سره ناوړه جنسي چلند تورن کړ

۸صبح، کابل: الاهې دلاورزۍ ویلي چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مخکیني ویاند سعید خوستي، هغه جنایتونه چې د نوموړې خلاف یې ترسره کړي، د نورو نجونو په وړاندې یې هم کړي دي؛ خو دوی له وېرې نه دې توانېدلې چې خپل غږ ورته کړي.
د راپورونو له مخې، دلاورزۍ دوشنبې د لړم په ۲۳مه ویلي چې د طالبانو په رژیم کې د تېري، شکنجې او جبري ودونو کیسه یوازې په هغه پورې نه محدودېږي.
الاهې دلاورزۍ زیاته کړې چې سلګونه نورې نجونې هم د هېواد له بېلابېلو سیمو له دې وضعیت سره مخ دي؛ خو د کلتوري حساسیتونو له امله او د طالبانو له وېرې حاضرې نه دي چې خپل غږ پورته کړي.
هغې د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې ویلي چې د بشري حقونو له نړیوالو سازمانونو «هېڅ» نه غواړي.
دلاورزۍ زیاته کړې: «زه له ټولو ناهیلې یم، نړۍ لا هم د طالبانو ترپښو لاندې سور فرش غوړوي، په داسې حال کې چې ډېری ښځې د طالبانو په زندانونو کې په وحشیانه توګه شکنجه کېږي.»
د رپوټونو له مخې، دلاورزي په هغه میاشت کې چې د ځان په وړاندې یې د سعید خوستي د جنایتونو یادونه وکړه، د نارینه جامو په اغوستلو سره د خپل استوګنې له ځایه وتښتېده او بریالۍ شوه چې له هېواده ووځي.
دلاورزي ویلي، که څه هم له افغانستانه یوه ګاونډي هېواد ته تښتېدلې، خو خبر لري چې طالبان لا هم هغه تعقیبوي.
هغې زیاته کړې چې تراوسه په وېره کې ژوند کوي او له دې امله اندېښنه لري چې ښايي د طالبانو ملاتړ په ګاونډي هېواد کې هم هغې ته زیان ورسوي.
الاهه دلاورزي د مخکیني ملي امنیت د یوه جنرال لور ده چې د روان کال په لومړیو کې په جبري توګه د طالبانو د کورنیو چارو د مخکیني ویاند سعید خوستي له خوا نکاح شوه او لږ وروسته یې د خوستي د شکنجې او جنسي تېري یادونه وکړه.
د دلاورزي کیسه په داسې حال کې کېږي چې پر افغانستان د طالبانو په یو کلنې واکمنۍ کې، زیات شمېر ښځې د کار، د پوښښ د انتخاب، زده کړو، پارکونو، حمامونو، سپورتي کلپونو او رستوانونو ته د تلو او په ټولنه کې د ګډون په شان حقونو څخه بې برخې شوې دي.