الاکبروف: له یوناما سره د ښځو پر کار بنديز په ښځو باندې یو بل ظالمانه ګوزار دی

۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو د طالبانو د نوي بندیز په تړاو د غبرګونونو په لړ کې، په افغانستان کې د یوناما دفتر مرستیال (رامز الکباروف) ويلي، دا بندیز پر ښځو یو بل ظالمانه ګوزار دی.
دا خبره د یوناما دفتر مرستیال د چهارشنبې په شپه د (وري په ۱۶مه)، پر خپله ټویټرپاڼه کړې ده.
الکباروف ويلي، دا بندیز په داسې حال کې د طالبانو لخوا لګول شوي، چې د ۲۰۲۲ کال له ډسمبر مياشتې راهیسې د ښځو پر کار د بندیز له لګولو وروسته، غیر دولتي موسسې په ډېرو سختو شرایطو کې کار کوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو لخوا د ښځو پر کار کولو بندیز پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
اوس اوس د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو اړوند ادارو کې د ښځو د کار د ممنوعیت په اړه، د دغې شورا د رسنیو له نظره پټې غونډې د جوړېدو خبر ورکړی دی.