هلمند کي د پخواني حکومت د ملي امنیت د یوې ښځینه کارکوونکې د وژلو ادعا

۸صبح، هلمند: هلمند ولایت کې ځایي سرچینې ادعا کوي چې طالبانو یوه ښځه چې د پخواني حکومت د ملي امنیت ریاست کارکوونکې وه وژلې ده.

ددې ښځې مړی چې په ډزو سره وژل شوې د پنجشنبې په ورځ د چنګاښ په لومړۍ نېټه، ددې ولایت په یوې سیمه کې موندل شوی دی.

په هلمند ولایت کې د پخواني حکومت د ملي امنیت کارکوونکې بي بي زهرا، دوه ورځې وړاندې شپه مهال له خپله کوره برمته شوې وه.

د طالبانو امنیتي چارواکو تر دا مهاله په دې اړه څه ندي ویلي.

۸صبح ورځپاڼې ته رسېدلی انځور، د یوې ښځې مړی ښکاره کوي چې د یوه دیوال ترڅنګ پروت دی.

سربېره پر دې، څرګنده نده چې دغې ښځې د هلمند د ملي امنیت په ریاست کې څه دنده درلوده.

دا لومړی ځل ندی چې طالبان د پخوانیو پوځیانو په وژلو تورن کیږي.

ورته لیکنې

Back to top button