۸صبح، کابل: د بریتانیا دولت او اغاخان بنسټ افغانستان کې د کرنې، روغتیا او د ورځني ژوند په برخو کې د یو شمېر پروژو د پیل لپاره سره هوکړه کړې ده.
د اقاخان بنسټ دوشنبه د نومبر پر ۷ ویلي، چې د بریتانیا دولت د ۱۱.۲ میلیون پونډ په ځانګړي کولو له افغانانو سره د دغه بنسټ له هڅو ملاتړ کړی دی.
اقاخان بنسټ ویلي، چې له څو لسیزو نښتو او د طالبانو له بیا واکمنېدو سره افغانستان په «بې مخینې انساني ناورین» کې بند پاتې دی.
د ملګروملتونو سازمان اټکل کړی، چې په ټوله کې افغانستان کې د بشردوستانه مرستو لپاره ۴.۴ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده.
د ژمي موسم له رارسېدو سره یو شمېر مرستندویه بنسټونو افغانستان کې د میلیونونه بېوزلو خلکو له برخلیک څخه اندېښنه څرګنده کړې ده.