مبهم وضعيت؛ اندېښنې بايد جدي وګڼو

ليکنه: اسحق‌علي احساس، ژباړه: م. ع. پ

له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتلو د ننه په هېواد او بهر کې جدي اندېښنې رامنځته کړې دي. سيمه او نړۍ د جګړې د پراخوالي او د افغانستان له پولو هاخوا د جګړې د غځېدو په اړه اندېښنه لري. وګړي او سياسي بهيرونه د هېواد دننه د ګډوډۍ او کورنۍ جګړې په اړه اندېښمن دي. دغو ټولو اندېښنو ته په کتو، له هغه وخته چې له هېواده د بهرنيو ځواکونو د وتلو موضوع مطرح شوې، د سولې مذاکراتو د بيا پيلېدو لپاره په سيمه ‌ييزه او نړيواله کچه هم هڅې ګړندۍ شوې دي. که څه هم دغو هڅو تر دې دمه کومه پايله نه ده ورکړې.
په وروستۍ څو اونیو کې د سيمې او نړۍ په کچه د افغانستان د سولې په تړاو څو مهمې ناستې ترسره شوې. ددغو ټولو ناستو پيغام روښانه ؤ: د افغانستان د راتلونکې، د جګړې د پراخېدو او د امارت بېرته راتګ په اړه اندېښنه. له دغو هڅو سره هم ‌مهاله په ډيپلوماتيکه کچه او په بېلابېلو پوځي برخو کې هم د افغانستان د راتلونکي په تړاو د بدو سناريوګانو په هکله اندېښنې څرګندې شوې دي. د امريکا لوی درستيز مارک ميلي له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته د افغان پوځ د برخليک په اړه ويلي چې «ډېر اټکلونه او احتمالات موجود دي». هغه د دوو سناريو ګانو په اړه خبرې کړې دي او څرګنده کړې يې ده چې، ښايي پوځ او متحد دولت یې په افغانستان کې دوام ومومي او له بله پلوه ښايي ډېرې بدې پېښې او پايلې رامنځته شي. ښاغلي ميلي ويلي چې د افغانستان راتلونکی د اټکل وړ نه دی.
روسيه هم له افغانستانه د امريکايي او ناټو ځواکونو د وتلو د پايلو په اړه اندېښمنه ده.
په وروستيو ورځو کې د روسيې د دفاع وزير سرګي شويګو د منځنۍ آسيا هېوادونه ته سفر کړی دی. ظاهرا روسيه د افغانستان د بدې سناريو لپاره چمتو کېږي. دغه هېواد په دې اړه اندېښنه لري چې ګواکې افغانستان به د امريکايي او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته په نوييمه زېږديزه لسیزه کې د پخواني شوروي لښکرو له وتلو وروسته وضعیت سره مخامخ شي، دولت به سقوط وکړي او کورنۍ جګړې به پيل شي. روسيه نه غواړي چې د تکرار په صورت کې هغسې بې ثباتي د منځنۍ آسيا هېوادونو ته وغځېږي.
د امريکا او روسيې ترڅنګ نور هېوادونه لکه چين، هند، ايران او آن پاکستان هم د افغانستان د راتلونکې په اړه اندېښمن دي. په همدې اساس دغه هېوادونه په بېلابېلو کچو او په بېلابېلو ترکيبونو سره د افغانستان د سولې په تړاو هڅې کوي چې له دې لارې د سيمې او نړۍ امنيت ته ګواښ پېښ نه شي.
دغه اندېښنې د افغانستان تر ټولو بدو سناريوګانو څخه سرچینه اخلي. بده سناريو يعنې، د جګړې د پراخېدو وېره، د پوځ د ړنګېدو وېره، د طالبان له لوري د واک د تلې درنېدل، د بنسټ پالڼې وده او د يوې کورنۍ جګړې پيل. هغه خطر چې له دې سناريو ګاونډي، د سیمې او نړۍ هېوادونه ګواښي، دغو هېوادونو ته د بې ثباتۍ غځېدل او د نړۍ په کچه د اسلامي جهاديزم د بهير وده ده. په همدې اساس يوازينی مورد چې د سيمې او نړۍ اجماع په کې رامنځته کېږي، هغه د افغانستان د راتلونکې په اړه اندېښنه او د امارت بېرته راتګ او د جګړې له پراخېدو د نه ملاتړ لپاره د نړۍ يوځای کېدل دي. خو د اندېښنې ځای دا دی چې پر دغو اندېښنو سربېره د افغانستان د سولې په اړه نړۍ د يوه ګډ اقدام لپاره هڅه نه کوي. ظاهرا سيمې او نړۍ په څو محورونو کې خپلو هڅو ته دوام ورکړی دی.
د ننه په افغانستان کې هم جدي اندېښنې موجودې دي. د ملي روغې جوړې عالي شورا رئيس عبدالله عبدالله سياسيونو ته په خطاب کې خبرداری ورکړی چې يا د طالبانو پر وړاندې متحد شئ او يا د يوې ترخې جګړې په تمه شئ. د هغه ترڅنګ دغه اندېښنې د نورو څېرو او شخصيتونو په خبرو کې هم ليدل کېږي. جګړې هم زور اخيستی او د تلفاتو کچه هم لوړه شوې ده.
د سولې او له افغانستانه د امريکايي او بهرنيو ځواکونو د وتلو ناڅرګند برخليک ته په کتو، د افغانستان د راتلونکي په لور لاره اسانه نه ده. د هیله منوونکو اټکلونو ترڅنګ د جګړې د پرخوالي او ډېرېدو او همداراز د نوييمې لسيزې د ترخې تجربې د تکرار وېره هم شته ده.
که افغان دولت د ننه په د هېواد، په سيمه ‌ييزه او نړيواله کچه په جدي اقداماتو لاس پورې نه کړي، نو له دې سناريو تېښته ستونزمن کار دی. افغان دولت په دې خاوره کې د مشروع او ځواب ويوونکي قدرت په توګه د خلکو پر وړاندې مسؤليت لري چې د ننه په هېواد کې له هېڅ ډول هڅو ډډه ونه کړي، چې اجماع رامنځته شي او وګړي جمهوريت ته شاه نه کړي او قانون ته درناوی وکړي او له ډيموکراتيکو لارو حکومتولۍ ته دوام ورکړي.
د سيمې او نړۍ په کچه هم بايد افغان دولت د وصل په ټکي واوړي او د نظرياتو اجماع څخه په ګټې اخيستو سره «د امارت بېرته راتګ او د جګړې له پراخېدو د نه ملاتړ لپاره د نړۍ يوځای کېدو» پر بنسټ جلا جلا هڅې سره يوځای کړي او سيمه او نړۍ سره منسجمه کړي او بلاخره له دغه انسجامه د طالبانو جګړه ‌ييز چلند پر وړاندې د افغان مشروع دولت د غښتلي کېدو لپاره کار واخلي. دويمه لار نه شته او اندېښنې هم جدي دي.

ورته لیکنې

Back to top button