د امریکا د سولې انسټیټیوټ: نړۍ باید د طالبانو پر وړاندې معقول چلند غوره کړي

۸صبح، کابل: د ښځو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو په اړه، د ملګرو ملتونو پر کړنلارې له نیوکو وروسته، د امریکا د سولې انسټیټیوټ په دې وروستیو کې ویلی، چې دغه سازمان ددې ډلې پر وړاندې له غندلو پرته بل کوم جدي غبرګون نه دی ښودلی.

دغه بنسټ د سه شنبې په ورځ (د غوایي په ۲۶مه) په یوه نوي راپور کې، په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو په اړه، د نړیوالې ټولنې چلند ته کتنه کړې.

ددغه سازمان په وینا، د طالبانو د بندیزونو پر وړاندې غبرګونونه باید عکس العمل ښوول نه؛ بلکې ستراتیژیک وي. او نړیواله ټولنه باید له داسې رژیم سره، چې د خپلو خلکو د مادي هوساینې پروا نه کوي، معقول اصول او تګلارې تعقیب کړي.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو له سختو بندیزونو سره سره، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو پر وړاندې د طالبانو روان سیاست سره سره، ده سازمان نه یوازې دا چې د مرستو د بهیر د بندولو کوم پلان نه لري، بلکې له افغانستانه د ملګرو ملتونو د سازمانونو د وتلو لپاره هم کوم پلان نشته.

د امریکا د سولې انسټیټیوټ ویلي چې د طالبانو په رسمیت پېژندلو چاره کې باید د نړۍ تګلاره یو لاس شي او په بېلابېلو اقتصادي او نورو برخو کې باید عملي او نتیجه ورکوونکي تګلاره تعقیب شي.

د دغه انسټیټیوټ په وینا، نړۍ هم باید لدې خبره شي چې طالبان له مرستو څخه ګټه پورته کوي او د محدودولو لپاره یې بایدکوټلي ګامونه پورته کړي.

دغه سازمان له افغانستان سره د مرستو د پراخې ستراتیژۍ په جوړولو، د افغانستان د اقتصادي ثبات او د خصوصي سکټور پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

دغه بنسټ د هبت الله اخندزاده لخوا د بودیجې انحراف او د عوایدو د راټولولو لپاره پر خلکو د فشارونو زیاتوالی هم د افغانستان اقتصاد ته زیان رسونکی بللی دی.

د امریکا د سولې انسټیټیوټ ویلي، چې طالبان د افغانستان د اوسني واکمن په توګه، د اقتصادي وضعیت د خرابوالي، بې‌وزلۍ او لوږې له مسوولیته نشي تښتېدلی.

دا نیوکې په داسې حال کې کېږي، چې دغه سازمان په افغانستان کې د ښځو- په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو پر ښځینه کارکوونکو- له سختو بندیزونو وروسته هم خپل فعالیت ته دوام ورکړی دی؛ چې دې پېښې په افغانستان کې د مرستو رسولو بهیر اغېزمن کړی او مرستندویه بنسټونه د هېواد د اقتصادي وضعیت د خرابېدو په اړه پرلپسې خبرداری ورکړی دی.

Back to top button