۸صبح، کابل: د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کونسلي چارو کې د ایران د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر وحید جلالزاده سره لیدلي او پر دوه اړخیزو اړیکو یې خبرې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دوشنبه د چنګاښ پر ۲۲مه په خپرې کړې خبرپاڼې کې لیکلي چې په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د کونسلي خدماتو د لا ښه والي او سرحدي همکاریو اړوند موضوعاتو باندې خبرې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې، امیرخان متقي د دواړو غاړو ترمنځ اړیکې مخ پر ودې بللې او د قونسلي خدماتو په وړاندې کولو کې یې د اسانتیا پر رامنځته کولو ټينګار کړی دی.
ورته مهال وحید جلالزاده د دواړو غاړو ترمنځ کنسولي همغږي مهمه بللې او هیله یې څرګنده کړې چې روانې خبرې به د دواړو هېوادونو د وګړو د کونسلي چارو د له ښه تنظیم او اسانتیاوو د پراختیا لامل شي.





