امیري افغان مېرمنو ته: ستاسو ترڅنګ درېږو ترڅو د تحصیل او کار حق ترلاسه کړئ

۸صبح، کابل: د افغان مېرمنو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازې تازه د افغان مېرمنو په ملاتړ څرګندونې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازې رینا امیري د یکشنبې په شپه د مرغومي په ۱۱مه په یوه ټویټ کې ویلي چې د افغان ښځو او نجونو غږ اوري او ترې ملاتړ کوي.

امیري ټینګار کړی چې کار او زده کړو ته د افغان ښځو او نجونو له لاسرسي د ملاتړ لپاره به خپلې ټولې هڅې ترسره کړي.

د افغان مېرمنو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې ویلي: «تاسو باید وکولای شئ، د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره او په یوه سوله ییز او باثباته افغانستان لپاره په هڅو کې ونډه ولرئ.

دا څرګندونې د ښځو په هکله د طالبانو له محدودوونکو فرمانونو وروسته شوې دي.

د ویلو ده چې د طالبانو مشر په تېرو دوو اونیو کې په جلا جلا فرمانونو سره افغان ښځې او نجونې له زده کړو او په کورنیو او بهرنیو موسسو کې له کاره بې برخې کړې دي.

Back to top button