اميري: د نړۍ پر وړاندې د طالبانو بغاوت مخ په زياتېدو دی

۸صبح، کابل: د افغان مېرمنو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې په لوګر کې د ښځو په ګډون د ۱۴ کسانو د وهلو ټکولو په غبرګون کې ویلي، چې طالبان د پخوا په پرتله د نړۍ پر وړاندې ډېر بې پامه شوي دي.

رینا امیري د پنجشنبې په سهار د لیندۍ په ۳مه په لوګر کې تورنو کسانو ته د سزا ورکولو په اړه یوه ټویټ کې ویلې چې دا پېښه وېرونکې او خطرناکه ده، ځکه د نړۍ په وړاندې د طالبانو بغاوت په ډاګه کوي.

د افغان ښځو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې ویلي، چې د طالبانو دا تګلاره پر افغانستان د دوی د واکمنۍ د تېرې دورې د سیاستونو د پلې کولو ښکارندويي کوي.

مېرمن امیري ټینګار کړی چې په افغانستان کې د طالبانو د پخواني رژیم سیاستونه د دوی په ګټه پای ته نه دي رسېدلي او دا ځل به هېواد خطرناک لوري ته بوزي.

د یادولو وړ ده چې طالبانو تېره ورځ د لوګر ولایت په سپورتي لوبغالي کې د ښځو په ګډون ۱۴ تنه د واده نه مخکې جنسي اړیکې، لواطت او غلا په تور د خلکو په مخکې په متروکو ووهل.

ورته لیکنې

Back to top button