۸صبح، کابل: د افغان ښځو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري وایي، چې پر ښځو د طالبانو له خوا لګول شوي محدودیتونه له شرعي احکامو او افغاني کلتور سره سم نه دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې چهارشنبه سهار د سلواغې پر دوولسمه په یوه ټویټ کې ویلي، چې طالبان پر افغان مېرمنو د محدودیتونو په لګولو سره د دغه هېواد د بالقوې ځواک لویه برخه چوپ کوي.
امیري ویلي: «د ښځو او نجونو پروړاندې د طالبانو ناوړه اقدامونه د نړۍ له دې جملې د اسلامي همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو، ډېری مسلمانانو او خپله افغانانو له خوا رد شوي دي.»
اغلې امیري ظاهراً دغه خبرې د لوړو زدهکړو په خصوصي موسسو کې د نجونو محصلینو له جذب څخه د مخنیوي لپاره د طالبانو د وروستي فرمان په غبرګون کې کړې دي.
د اسلامي همکارۍ سازمان هم له دې مخکې د طالبانو له خوا پر افغان مېرمنو لګول شوي بندیزونه د اسلام د لارښوونو خلاف بللي وو.