د بښنې نړیوال سازمان: سانسور مخ په زیاتېدو دی او خبریالي له ګواښ سره مخ ده

۸صبح، کابل: د بښنې نړیوال سازمان وايي، چې په افغانستان کې خبریالي له ګواښ سره مخ ده او هغه رسنۍ چې یو وخت د خپلواکو راپورونو په خپرولو مشهورې وې، اوس د طالبانو حکومت تر سیوري لاندې د سقوط په درشل کې دي.
د دغه سازمان د سویلي اسیا څانګې په یوه ټویټ کې ویلي، چې خپلواکې رسنۍ باید د خپرولو اجازه ترلاسه کړي او د افغانستان خبریالان او رسنۍ باید له وېرې او غچ اخیستو پرته، په ازاد ډول خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي، چې په رسنیو کې سانسور مخ په زیاتېدو دی او په هېواد کې خبریالان له کلابندۍ سره مخ دي.
نن د مې درېيمه د مطبوعاتو نړیواله ورځ ده. افغانستان په تېرو نهو میاشتو کې د خبریالانو او رسنیو د سانسور له ناوړه وضعیت سره مخ دی. په دې موده کې زیاتې رسنۍ وپاشل شوې او ګڼو خبریالانو د امنیتي ستونزو له امله هېواد پرېښود.