۸صبح، کابل: د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په نړیواله ورځ، د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلې واکمنېدو وروسته د ښځو حقونه په دوامداره توګه ترپښو لاندې شوي دي.
د بښنې نړیوال سازمان جمعه د لیندۍ په څلورمه په یوه بیانیه کې ویلي، سره له دې چې افغان ښځې او نجونې لا هم له ځورونو، وېرې او تاوتریخوالي سره مخ دي، له بشري حقونو د ملاتړ لپاره د دوی مبارزې ته باید بې پامي ونه شي.
ددې سازمان په بیانیه کې ویل شوي: «باید په یاد ولرو چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه له ۱۵ میاشتو راهیسې په دوامداره توګه د طالبانو له خوا ترپښو لاندې شوي دي.»
دغه سازمان له طالبانو غوښتي چې د افغان ښځو او نجونو ځپل ودروي.
د بښنې نړیوال سازمان همداراز له نړۍ غوښتي چې د ښځو حقونو د رعایتولو لپاره پر طالبانو فشار راوړي او ویلي یې دي چې دا ډله باید د نجونو ښوونځي پرانیزي.
د بښنې د نړیوال سازمان له خوا دا څرګندونې په داسې حال مطرح شوې چې یوناما هم نن په یوه بیانیه کې وویل په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه ډېره لوړه شوې ده.