د بښنې نړیوال سازمان: اسراییل او فلسطین په احتمالي ډول په جنګي جرمونو تورن دي

د بښنې نړیوال سازمان اعلان وکړ، چې په تېره میاشت کې پر غزې د اسراییلو بریدونه، یو «جنګي جرم» ګڼل کېدای شي.

دغه سازمان د سه شنبې ورځې (د جون په ۱۳مه) په خپور کړي راپور کې ویل شوي، چې فلسطیني وسله‌والو ډلو په اړه هم باید د توغندیو د ویشتلو له امله، د ورته تور څیړنه وشي.

د بښنې نړیوال سازمان د راپور له مخې، تېره میاشت د پنځه ورځنۍ جګړې په ترڅ کې، د اسراییلي ځواکونو لخوا «غیر متناسب» هوايي بریدونه، د فلسطینیانو د وژل کېدو لامل شوي دي.

دغه سازمان ټینګار کړی، چې د فلسطین د اسلامي جهاد لخوا د راکټونو بې هدفه ډزې، شاید د اسرائیلو او فلسطینیانو د مرګ ژوبلې سبب ګرځېدلي وي.

خو د بښنې نړیوال سازمان د جرمونو له نړیوالې محکمې غوښتي چې دغه موضوع وڅېړي.

په ورته وخت کې د فلسطین د اسلامي جهاد ویاند، د بښنې نړیوال سازمان د دغه راپور هرکلی کړی دی.

د اسلامي جهاد ویاند (طارق سلمي) د فرانسې خبرې اژانس ته ویلي چې هغه د بخښنې نړیوال سازمان د راپور هرکلی کوي، چې د هغه په باور دا راپور «ثابتوي» چې اسراییل د «تیري سرچینه» ده.

اسرائیلي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا پداسې حال کې ده، چې د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ نښتې، د روان کال د مې په نهمه پیل شوې او پنځه ورځې یي دوام وکړ.

دا نښتې چې په پایله کې یې، ۳۴ فلسطینیان او یوه اسرایلي مېرمن وژل شوي، د مصر په منځګړتوب ودرول شوې.

Back to top button