د بښنې نړیوال سازمان: مطیعالله ویسا دې ژر تر ژره خوشې شي

۸صبح، کابل: د بښنې نړیوال سازمان د طالب استخباراتو لخوا د (قلم لار بنسټ) د مشر مطیعالله ویسا، د نیول کېدو په غبرګون کې ویلي: «طالبان باید د نجونو د زده کړو د حقونو دغه وتلې فعاله خوشې کړي.»
د بښنې نړیوال سازمان نن سه شنبه، (وري۸) د یوه ټویټ په خپرولو سره وویل چې ویسا په سوله ییزه توګه په افغانستان کې د نجونو د زده کړو ملاتړ کوي.
د يادونې وړ ده، چې طالبانو، ترې مهاله، د ښاغلي ويسا او د هغه د ورونو د نيولو لامل نه دي څرګند کړي.
د مطیع الله ویسا نیول، له پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوی دی.