۸صبح، کابل: د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې په کابل کې د «امید» په نوم د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون د پاکستان هوايي برید له نړیوالو بشردوستانه قوانینو څخه جدي سرغړونه بلل کېږي.
نوموړي سازمان چهارشنبه د چنګاښ پر ۳۱مه راپور ورکړی چې د پاکستان دا برید دې د احتمالي جنګي جنایت په توګه وڅېړل شي.
د بښنې نړیوال سازمان زیاته کړې چې داسې هېڅ شواهد یې نه دي موندلي چې وښيي دا مرکز د وسلو او مهماتو د زېرمتون په توګه کارېده او په دې برخه کې یې د پاکستاني پوځ ادعاوې بې بنسټه بللې دي.
یاد بنسټ ټينګار کړی چې په دغه برید کې سلګونه ملکیان وژل شوي دي.
پاکستان هغه مهال ادعا کړې وه چې دغه مرکز د وسلو او مهماتو زېرمتون و.
د بښنې نړیوال سازمان د لسګونو ویډیوګانو، عکسونو او سپوږمکۍ انځورونو له ارزونې او له شاهدانو سره تر خبرو وروسته دې پایلې ته رسېدلی چې په سیمه کې د وسلو، مهماتو یا د دویم ځل چاودنو د شتون هېڅ شواهد نه دي موندل شوي.
نوموړي سازمان زیاته کړې، شته شواهد ښيي چې «امید» مرکز مشروع نظامي هدف نه و.
پاکستان څلور میاشتې مخکې په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر دغه مرکز هوايي برید وکړ.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په دغه برید کې ۲۶۹ کسان ووژل شول.





