۸صبح، کابل: د بښنې نړیوال سازمان په فراه ولایت کې د طالبانو له لوري ۤپه عام محضر کې د قصاص د حکم پلي کېدل غندلي دي.
د بښنې نړیوال سازمان چهارشنبه د لیندۍ پر ۱۶ عام محضر کې د طالبانو له لوري د یوه تورن کس اعدام ته په غبرګون کې یوه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په عام محضر کې د سزا د حکم پلي کېدل انساني کرامت ته سخت سپکاوی دی.
په سویلي اسیا کې د بښنې نړیوال سازمان د سیمهییزې ادارې مرستیالې دینوشیکا ډیسانایکه د طالبانو دغه کړنه غندلې او ټينګار یې کړی دی چې دا د بشري حقونو په برخه کې د یوه لوی شاتګ ښودنه کوي.
ډیسانایکه ویلي: «په افغانستان کې اعدامونو ته د خواشینۍ وړ بېرته ستنېدل، د طالبانو له لوري د بشري حقونو د اندېښمنوونکې سرغړونې وروستۍ پړاو دی.»
د بښنې نړیوال سازمان په وینا، طالبان د بشري حقونو نړیوالو قوانینو ته په بشپړې بې پامۍ سره، د بشري حقونو له اصولو ښکاره سرغړونې ته دوام ورکوي.
د بښنې نړیوال سازمان کارپوهان په دې باور دي چې په عام محضر کې اعدام هیڅ مشروع موخه نه لري او یوازې د دې سزا ظالمانه، غیر انساني او له سپکاوي ډک ماهیت زیاتوي.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د پخواني حکومت د عدليې وزير په فراه کې د اعدام د سزا عملي کېدل د شرعي حدودو د پلي کېدو په پرتله تر ډيره د طالبانو د واک ننداره بللې وه.