۸صبح، کابل: د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو ډلې غوښتي چې په کابل ښار کې نیول شوې معترضې مېرمنې ژرترژره له بنده خوشې کړي.
د بښنې نړیوال سازمان دوشنبې د لړم په ۲۳مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، طالبانو چې لس ورځې مخکې ظریفه یعقوبي، فرحت پوپلزۍ، حمیرا یوسف او د هغوی نورې همکارانې په کابل کې نیولې دي، باید ژر ترژره یې خوشې کړي.
په سویلي آسیا کې د بښنې نړیوال سازمان یوه فعاله سمیرا حمیدي ویلي: «په افغانستان کې له بشري حقونو د دفاع کوونکو مېرمنو وروستۍ نیونې د ټولو د سولو ییزو اعتراضونو د ټولو بڼو او هر ډول سیاسي مخالفت د ځپلو لپاره د طالبانو ظالمانه هڅه ده چې له بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او نجونو له حقونو سرغړونه کوي.»
د بښنې د نړیوال سازمان په وینا، طالبانو په تېرو وختونو کې هم په خپلسرو نیونو، شکنجې او ناوړه چلند سربېره نیول شوې مېرمنې له خپلو کورنیو سره له لیدلو بې برخې کړې دي.
د ویلو ده چې د ښځو د حقونو یوه فعاله ظریفه یعقوبي، کابو دوې اونۍ مخکې د طالبانو له خوا د خبري ناستې پرمهال د هغې له څلورو نارینه همکارانو سره نیولې شوې. طالبانو د نوموړې له نیول کېدو وروسته، فرحت پوپلزۍ او حمیرا یوسف هم نیولې دي.