د بښنې د نړیوال سازمان عمومي منشي شهباز شریف ته: پاکستان کې د افغان پناهغوښتونکو امنیت ته اندېښمن یو

۸صبح، کابل: د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان لومړي وزیر ته په یوه لیک کې د هغو افغان پناهغوښتونکو له امنیته چې د طالبانو له واکمنېدو سره دغه هېواد ته تللي دي د اندېښنې په څرګندولو ویلي چې د پاکستان دولت باید د اسنادو د نه لرلو په پلمه د خلکو هر ډول نیونې ودروي.
د بښنې د نړیوال سازمان عمومي منشي اګنس کالامار پنجشنبه د لیندۍ پر ۲۴ په یوه لیک کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ته ویلي، چې په دغه هېواد کې ویزه لرونکي او له ویزې پرته افغانان له جدي ستونزو سره مخ دي.
هغه زیاته کړې: «هغوی [پناهغوښتونکي] له دوهګوني چلند او ژبنیو خنډونو سره مخ دي او د پاکستان د بهرنیو اتباعو د قانون له مخې کوم پناهغوښتونکي چې قانوني اسناد نه لري د نیول کېدو له خطر سره مخ دي او څوک چې اسناد هم لري باید په منظم ډول یې تمدید کړي چې دا کار هغوی افغانستان ته بېرته ستنېدو ته اړ باسي چې ډېر لګښت او خطر له ځان سره لري.»
د بښنې د نړیوال سازمان د عمومي منشي په وینا ډېری افغانان چې په ویزو سره پاکستان ته دننه شوي دي، د بشري حقونو مدافعان، خبریالان او دولتي چارواکي پېژندل شوي چې د طالبانو له ځورولو سره مخ دي.
کالامار زیاته کړې چې پاکستان کې افغان پناهغوښتونکي په ناڅرګند وضعیت کې دي، ځکه هغوی له اسنادو پرته نه شي کولای کور په کرایه ونیسي، بانکي حساب ولري او له خپلوانو یې له بهر څخه پیسې ترلاسه کړي.
د اګنس کالامار په وینا افغان پناهغوښتونکي ان نه شي کولای د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له تایید پرته سیمکارت ترلاسه کړي او همدارنګه نه شي کولای په دولتي روغتونونو کې خپله درملنه وکړي.
د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان له دولته غوښتي چې د افغان پناه غوښتونکو د اقامت د تنظیم او ماشومانو د زده کړو او روغتیايي خدماتو په ګډون له توپیر پرته خدمات برابر کړي.
د بښنې نړیوال سازمان عمومي منشي په خپل لیک کې له پاکستانه غوښتي چې افغان کډوالو ته د کار قانوني حق ورکړي ترڅو خپلې اړتیاوې پوره کړي. په دغه لیک کې همداراز ټینګار شوی، هغه کسان چې وېزې یې تمدید ته اړتیا لري باید ترې ونه غوښتل شي چې ددې کار لپاره افغانستان ته ستانه شي.
په دې لیک کې راغلي: «ستنېدو ته د افغانانو اړ ایستل په داسې وخت کې چې ښايي د بشري حقونو د سرغړونو له جدي خطرونو سره مخ شي، د نړیوالو قوانینو پربنسټ به د نه ایستلو له اصل څخه سرغړونه وي.»
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته، زرګونه افغانانو پاکستان ته پناه یووړه چې اوس له ګڼو خطرونو او ننګونو سره مخ دي.