د بښنې نړیوال سازمان: پر ښځو د طالبانو بندیزونه باید د بشریت ضد جرم په توګه وڅېړل شي

۸صبح، کابل: د بښنې نړیوال سازمان وایی چې د طالبانو سخت بندیزونه او ددې ډلې لخوا د ښځو او نجونو د حقونو تر پښو لاندې کول، بشر ضد جرمونه او جنسیت پر بنسټ ولاړ تاوتریخوالی دې، د نړیوالو قوانینو له مخې، د جرمونو په توګه وڅېړل شی.
د بخښنې نړیوال سازمان نن جمعه (د غبرګولي په ۵مه)، د حقوق پوهانو له نړیوال کمیسیون سره په همکارۍ، د «ښځو پر وړاندې د طالبانو جګړه: په افغانستان کې د بشریت ضد جنایت او جنسیتي ځورونې» تر سرلیک لاندې، یو راپور خپور کړ.
په راپور کې راغلي، چې د نړیوالې جنایي محکمې څارنوالان باید د افغانستان د وضعیت په اړه پخپلو روانو تحقیقاتو کې د بشریت ضد جرمونو ته پام وکړي.
په راپور کې په افغانستان کې د بشري حقونو د پراخو سرغړونو یادونه شوې، چې په کې جبري ودول، پر ښځو د طالبانو بندیزونه، شکنجه، زنداني کول او نور ناوړه کړنی شاملې دي.
د بښنې نړیوال سازمان او د حقوقپوهانو نړیوال کمیسیون ویلي دي چې د طالبانو د جنسیتي ځورونې کمپاین، یو منظم او شدید ډول دی او موخه یې په افغانستان کې د ښځو او نجونو محرومول دي.
دغو دوو بنسټونو له هېوادونو هم غوښتي، چې د نړیوالو قوانینو له مخې په جرمونو تورن طالب غړي عدالت ته د راکشولو لپاره، له نړیوالو صلاحیتونو او نورو قانوني لارو چارو کار واخلي.
راپور په ښځو او نجونو باندې بندیزونه، د «ښځو پر وړاندې جګړه» او ښځې په دویمې درجې وګړو بدلولو، هڅه بولي.
د دې راپور د لیکنې له مخې، د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تبعیضي محدودیتونه، د بشري حقونو له تضمین څخه سرغړونه کوي، او دا چلند د مدني او سیاسي حقونو د نړیوال میثاق په ګډون له ګڼو نړیوالو تړونونو څخه سرغړونه ده، لکه د مدني او سیاسي حقونو نړیوال میثاق، د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري حقونو نړیوال میثاق، د ښځو پر وړاندې د تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون او د ماشومانو د حقونو کنوانسیون.
د یادونې وړ ده، چې طالبانو په افغانستان کې له خپلې واکمنۍ وروسته، پر ښځو او نجونو ډېر بندیزونه لګولي دي.
اوس مهال نجونې ښوونځي او پوهنتون ته نه ځي او ښځې د طالبانو له خوا له کار کولو منع دي.