د بښنې نړیوال سازمان: طالبانو په پنجشیر کې جنګي جنایتونه کړي دي

۸صبح، کابل: د بښنې نړیوال سازمان اعلان وکړ، چې طالبانو لږترلږه په پنجشیر کې د ملي مقاومت جبهې له ځواکونو سره، د تېرو دوو کلونو نښتو په ترڅ کې جنګی جنایتونه کړي دي.

دغه سازمان نن پنجشنبه سهار (د غبرګولي په ۱۸مه)، «ستاسو زامن په غرونو کې دي» په نامه په پنجشیر کې د طالبانو لخوا د ملي مقاومت د جبهې د اسیرانو ناقانونه اعدامونو، د ملکي خلکو د ډله ییزې نیونې، شکنجې، جبري بې‌ځایه کولو، د کورونو د سوځولو او د ملکي خلکو د وژلو په اړه مستند راپور چمتو او خپور کړی دی.

دغه سازمان خپل ۴۰ مخیز څېړنیز راپور، د پنجشیر له ۲۹ اوسېدونکو سره د مرکو او په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د خپرو شویو راپورونو، د سپوږمکۍ د تصویرونو او ویډیوګانو د ځیرنې او ارزونې پر بنسټ چمتو کړی دی.

ددغه راپور پر بنسټ، د تېر کال په سپټمبر میاشت کې، د مقاومت د جبهې لږ تر لږه ۶ یا ۹ تنه غړي، د پنجشیر هزاره درې ته څېرمه، په صحرایي ډول اعدام شوي دي.

په دغه راپور کې د بښنې نړیوال سازمان سر منشي (اګنس کالامار کې) ویلي: «د مقاومت له جبهې سره د تړاو له امله له عامو خلکو سره د طالبانو وحشیانه چلند، د پنجشیر په خلکو کې وېره او بې‌وسي خپره کړې ده.»

د بښنې نړيوال سازمان زياته کړې، چې طالبانو په بازارک او رخه ولسواليو کې درې کروندګر او شپانه نيولي او تر شکنجې وروسته يې وژلي دي.

د بښنې نړیوال سازمان په پنجشیر کې پر ملکي وګړو د طالبانو د هدفي بریدونو د «ژر تر ژره » درېدو غوښتنه کړې ده.

طالبانو تر اوسه ددغه راپور په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې هم په پنجشیر کې د طالبانو لخوا د بشري حقونو د سرغړونو راپورونه ورکړل شوي و، خو طالبان په دې برخه کې د بشري حقونو هېڅ پوښتنې ته ځواب ویونکي نه دي.

Back to top button