۸صبح، میدان: د میدان وردګ سیمهییزې سرچینې په دغه ولایت کې د یوه ۱۱ کلن ماشوم د ځانوژنې خبر ورکوي.
سرچينې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې تاييد کړې، چې دغه ماشوم د سېشنبې ورځ، د لړم میاشتې په ۲۳ مه د ميدان وردګو ولايت د جغتو ولسوالۍ په “کوشکي» کلي کې ځانوژنه کړې ده.
دغه هلک سیفالرحمن نومېده چې ځان یې زندۍ او خپل ژوند یې پای ته رسولی.
ځايي طالب مسوولانو هم د پېښې پخلی کړی او ويلي يې دي چې سيفالرحمن له کلي لرې په يوې «ونې» کې ځان ځړولی دی.
تر دې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د ځانوژنې پېښې ثبت شوې دي.
په وروستۍ پېښه کې د دوشنبې ورځ، د لړم میاشتې په ۲۲مه په بامیان کې یوه ۱۳ کلن هلک ځانوژنه کړې وه.
غربت، بې روزګاري او کورنۍ تاوتریخوالی د دې ډول پېښو د زیاتوالي لاملونه بلل شوي دي.