په سمنګان کې يوه ١٨ کلنه نجلۍ د خپلې مور او پلار لخوا په دار وځړول شوه

۸صبح، سمنګان: په سمنګان ولایت کې ځايي سرچینې وایي، د (سهیلا) په نوم یوه ځوانه نجلۍ، د خپلې مور او پلار لخوا په کور کې په دار ځړول شوې ده.
د طالبانو ځايي مسوولین وايي، چې دا پېښه د چهارشنبې په ورځ د غبرګولي په ١٧مه، د سمنګان ولايت د مرکز ايبک ښار د لومړۍ امنيتي حوزې په اړوند سیمه کې شوې ده.
طالبانو ادعا کړې چې د سهیلا مور او پلار ددې ډلې د ځواکونو لخوا نیول شوي او پر خپل جرم یې اعتراف کړی دی.
سرچینې ددې پېښې لامل کورنی تاوتریخوالی بولي.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د کورنیو په منځ کې د بېوزلۍ او تنګسې له امله کورني تاوتریخوالي زیات شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د پروان د مرکز چاريکارو ښار په یوې وياله کې، د يوه اته کلن ماشوم مړى وموندل شو
دغه ماشوم یوه اوونۍ وړاندې تښتول شوی و.