۸صبح، کابل: د راپورونو پر بنسټ، د ایران د اسلامي جمهوریت پولیسو د دغه هېواد په سیستان او بلوچستان ایالت کې د یو افغان وګړي د وژلو خبر ورکړی دی.
ایرنا خبری اژانس د سپتمبر په ۱۹مه د سیستان او بلوچستان ولایت د پولیسو مشر دوست علي جلیلیان له قوله خبر ورکړی چې دغه افغان مهاجر د پخوانیو اختلافاتو له امله په یوې شخړې کې وژل شوی دی.
جلیلیان ویلي دي چې د دغه کس د وژنې په تړاو درې تنه نیول شوي دي.
د دغو کسانو هویت نه دی په ډاګه شوی.
د هغه په وينا، نيول شويو کسانو د پوليسو د ترلاسه شويو اسنادو له مخې په خپل جرم اعتراف کړى دى.
په ایران کې د افغان کډوالو وژل کومه نوې خبره نه ده.
د روان کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰ مه نېټه دوه افغان پناه غوښتونکي په ایران کې وژل شوي وو.