۸صبح، کابل: سویزرلنډ یا سویس کې د کډوالو په یوه پنډغالي کې یوه افغان له خپلې مېرمنې سره له لفظي شخړې او فزیکي تاوتریخوالي وروسته د هغې سر پرې کړی دی.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته وايي، چې دا پېښه دوشنبه د غويي پر ۵ شپه مهال شوې او دمګړۍ دا کس پولیسو نیولی او پلټنې ترې روانې دي.
دغې مېرمنې پنځه اولادونه لرل، چې د ځینو یې عمرونه کم و. له پېښې وروسته هغوی له پنډغالي یتیم خانې ته لېږدول شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه سړی څه موده له خپل یوه زوی سره په یونان کې اوسېده. د سرچینې په خبره، نوموړی شاوخوا دوه نیمې میاشتې وروسته سویس کې له خپلې کورنۍ سره چې له وړاندې هلته رسېدلې وه، یوځای شوی و.
سرچینه وايي، پنډغالي کې له کورنۍ سره د دغه سړي له یوځای کېدو وروسته یې مېرمنې سره اړیکې خرابې وې او څو وارې یې وهلې ټکولې وه.
دا په بهر کې د افغان کډوالو لومړنی کورنی تاوتریخوالی نه دی. له دې وړاندې هم په لوېدیځو هېوادونو کې ورته پېښې شوې دي.