په پاکستان کې یوه افغان کډوال ځانوژنه کړې ده

۸صبح، کابل: سرچینې وایي، چې په پاکستان کې یوه افغان کډوال له یوې ودانۍ څخه په ځان غورځولو سره خپل ژوند پای ته ورساوه.
دسرچينو له مخې دغه کډوال صایم نوميږي او د جمعې په ورځ (د چنګاښ په ٢مه) داسلام اباد په (ګلبرګ) ګرین سيمه کې د يوې ودانۍ له شپږم پوړ څخه ځان غورځولو وروستو مړ شوى دى.
د قرباني شوي کس خپلوان وايي چې دغه ځوان د بې برخلیکی او د کډوالی د دوسيي د ځنډ له امله دغه کار کړى دى.
د صایم جنازه به نن شنبه (د چنګاښ په ۳یمه) د هغه په خپل ټاټوبي بدخشان ولایت کې خاورو ته وسپارل شي.
په همدې حال کې یو شمېر پناه غوښتونکي وايي، چې د ملګرو ملتونو استازي دفتر د دوی د کډوالۍ دوسیو ته رسیدګې نه کوي او له یوه کال راهیسې له دغه سازمان سره مرکې ته منتظر دي.
ډېری هغه پناه غوښتونکي چې د طالبانو د وېرې او درېیم هېوادونو ته د تګ له امله په پاکستان کې پاتې کېږي، چې له بې برخلیکۍ، اقتصادي او رواني ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
د دې ترڅنګ، په دې وروستیو ورځو کې د پاکستان پولیسو په اسلام اباد او نورو ښارونو کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ تیزه کړې ده.
په تازه پیښه کې یو افغان خبریال د جمعي په ورځ (د چنګاښ په ۲مه) په اسلام اباد کې د پاکستاني پولیسو له خوا ونیول شو او پنځه ساعته وروسته له بنده خوشې شو.