۸صبح، کابل: د «اسلامیک ریلیف» په نوم یوه مرستندویه بنسټ د تورخم په پوله له پاکستانه د ایستل شویو کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
دغه بنسټ د یکشنبې ورځ، د لړم میاشتې په ۲۸مه په یوه راپور کې ویلي چې دغه کډوال د سرپناه، خوراکي توکو د نشتوالي، د پوهنې، روغتیايي اسانتیاوو او د څښاک د اوبو د نشتوالي په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د دغه راپور پر بنسټ، ۹۲ سلنه کورنۍ د څښاک وړ اوبو ته اسانه لاس رسی نه لري، ۹۰ سلنه یې بې کوره دي او ۷۱ سلنه یې د روغتیا ساتنې اسانتیاوو په ځانګړې توګه تشنابونو ته اسانه لاس رسی نه لري.
په راپور کې راغلي: « له هغو کورنیو سره چې مرکې شوي ۸۳ سلنه مشرانو یې ویلي چې دوی په ورځ کې له دوه وخته کم خواړه لري. ۹۰ سلنه نورو راپور ورکړی چې دوی د خپلو ماشومانو لپاره زده کړې او تعلیمي وسایلو ته لاسرسی نه لري.»
دغه راز د راپور په مرکه کې، ۹۸ سلنه خلک د خوندیتوب مسلې په اړه اندېښمن دي.
د دوی له جملې څخه ۳۸سلنه د ماشومانو د خوندیتوب په اړه، ۳۱ سلنه د لویانو د خوندیتوب په اړه، ۹ سلنه د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي په اړه او ۷ سلنه هم د هغوی د شخصي خوندیتوب په اړه اندېښمن دي.
همدارنګه ۶۲ سلنه مرکه کوونکي د روغتیايي مسلو په اړه اندېښمن دي، چې ۳۹ سلنه یې د اسهال او هاضمي له ناروغیو، ۳۳ سلنه د تنفسي ستونزو، ۲۵ سلنه د رواني ناروغیو او ۳ سلنه یې د خپلو ټپونو په اړه اندېښمن دي.
اسلاميک ریلیف ویلي چې د دې سروې اصلي موخه د تورخم په مرزي سیمه کې له پاکستانه د راستنیدونکو افغان کډوالو د اړتیاوو معلومول او ځواب ویل وو او دا سروې به په راتلونکي کې د بیړني غبرګون پلان ملاتړ وکړي.
په همدې حال کې د روغتیا نړۍوال سازمان په دې وروستیو کې خبر ورکړی چې له پاکستان څخه افغانستان ته د راستانه شویو کسانو ډېری برخه ښځې او ماشومان دي.
دغه سازمان زیاته کړې، څومره چې د ژمي موسم رانژدې کېږي، دغه کسان به نور هم زیانمن شي.