مسکو ته نژدې امریکایې ماشین لرونکې بېپیلوټه الوتکه الوتکه غورځېدلی

د راپورونو له مخې یوه بېپیلوټه الوتکه چې امریکایې ماشین یې درلود، روسیې پلازمېنې مسکو ته څېرمه لوېدلې ده.
سپوتنیک نن دوشنبه (اپریل ۲۴مه) د خپلو سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې دغه بېپیلوټه الوتکه، د مسکو ښار د څنډو (نوګینسک) سیمه کې نسکوره شوې ده.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې د راغورځول شوې الوتکې وزن ۱۰۰ کیلوګرامه دی او پاتي شوني یې، یوه باغ ته څېرمه موندل شوي دي.
ویل کېږي چې د الوتکې د لوېدو پر مهال کومه چاودنه یا اورلګېدنه، نه دي تر سترګو شوي.
اوسمهال د روسیې امنیتي ځواکونو د دې بېپیلوټه الوتکې د توغولو ځای معلومولو لپاره، پلټنې پیل کړي دي.
د روان کال د فبرورۍ په پای کې، یوه بله بېپیلوټه الوتکه، مسکو ته نږدې د (کولومینا) ښار اړوند (ګوباستوو) کلي کې لویدلی وه.
تر دې مخکې مسکو پر واشنګټن تور پورې کړی چې د اوکراین په ګټه د روسیې له مهمو برخو څخه معلومات راټولوي.