سمنګان کې یو «انومالي» ماشوم زېږېدلي

۸صبح، کابل: سمنګان ولایت کې روغتیایي سرچینې په دغه ولایت کې د نادر ماشوم د زېږېدو خبر ورکوي.

د سمنګان په ولایتي روغتون کې یوې باوري سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې دغه ماشوم دوشنبه د سلواغي پر ۲۴ زېږېدلی دی.

د سرچينې په وينا، د دغه ماشوم مور د سمنګان ولايت د دره صوف ولسوالۍ اوسېدونکې ده.

د دغه ماشوم د انځور له مخې، چې ۸صبح ورځپاڼې ته لېږل شوی ماشوم خوله لري، خو پوزه او سترګې نه لري.

د ډاکټرانو د معلوماتو پر بنسټ، دا ډول زیږون د «انومالي» په نوم یادېږي او په ډیری مواردو کې دا د نږدې خپلوانو سره د ودونو له امله داسې کېږي.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په سمنګان ولایت کې ورته زېږون پېښ شوی دی.

ورته لیکنې

Back to top button