د عمران خان د نیولو حکم صادر شو

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د ټاکنو کمیسیون د پاکستان د مخکیني لومړي وزیر عمران خان د نیولو امر صادر کړی دی.
پاکستاني رسنۍ ډان راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د ټاکنو کمیسیون سه شنبه د جنورۍ پر لسمه د عمران خان د نیولو حکم صادر کړی دی.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې د عمران خان د نیولو فرمان د محکمې احکامو ته د سپکاوي او سرغړونو ته د رسېدنې جلسې لپاره د نه حاضرېدو له امله صادر شوی دی.
د پاکستان د ټاکنو په کمیسیون کې سرغړونو ته درسېدنې کمېټې مسوولانو په یوه ناسته کې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان او د دغه ګوند د دوو نورو غړو د نیولو حکم صدور ته رایه ورکړې ده.
د پاکستان د ټاکنو کمیسیون د عمران خان او د هغه دوو نورو کسانو لپاره د وثیقې کارولو حق خوندي ګڼلی دی.
د ویلو ده، چې د پاکستان پارلمان په تېر زېږدیز کال کې عمران خان له صدراعظمۍ ګوښه کړ.