په افغانستان کې د جنګي جرمونو سرته رسولو په تور یو استرالیايي عسکر نیول شوی

۸صبح، کابل: نړیوالو رسنیو خبر ورکړی، چې د استرالیا حکومت د دغه هېواد یو سرتېری، چې په افغانستان کې یې د ناټو ځواکونو په لیکو کې دنده ترسره کړې، د جنګی جرمونو په تور نیولی دی.

رویټرز نن دوشنبه (کب ۲۹) د اسټرالیا د چارواکو په حواله خبر ورکړ چې دغه سرتیری په افغانستان کې د ماموریت پرمهال، د یوه ملکي وګړي د وژلو په تور نیول شوی دی.

د اسټرالیا فدرالي پولیسو د دغه ۴۱ کلن سرتیري د هویت له افشا کولو پرته په یوه بیان کې ویلي چې پر هغه به د جنګي جرمونو له کبله تور ولګول شي، چې دا جرم د عمري بند سزا لري.

دا سرتېری په داسې حال کې نیول شوی چې په سیډني کې یوې څلور کلنې څېړنې ښودلې چې اسټرالیايي ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې ۳۹ بندیان وژلي دي. دا شمېر بندیان د اسټرالیا د کمانډو د اجباري امر لاندې، د ځوانو سرتېرو له خوا وژل شوي دي.

د دغې څېړنې له خپرېدو وروسته د استرالیا د پوځ ۱۹ اوسني او پخواني غړي، د دغه هېواد یوه مفتش ته واستول شول ترڅو معلومه کړي چې آیا د دوی د څرګندونو پر بنسټ د دغې ډله ییزې وژنې د عاملینو محاکمې لپاره کافي شواهد شته که نه.

د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د ناټو د شل کلن حضور په چوکاټ کې، د استراليا ٣٩ زره سرتېریو او کومانډوګانو له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه دندې ترسره کړې دي.

Back to top button