زما د زړه د دردونو یوه څنډه

احمد‌صبور فرملي

هر منفي شی چې اصلاٌ یې په نورو هېوادونو کې اټکل نه کېږي، موږ یې تجربه کوو. لومړني کسان یوو چې پر ځانونو یې عملي کوو. داسې کسان یوو چې د شپې یو بد فکر کوو په سهار بیا هماغه په خپل هېواد کې پلی کوو. نه پوهېږم څه ووایم او څومره وژاړم. نه پوهېږم دا فکرونه دوی ته له کوم ځایه راځي. خو دومره پوهېږم چې د هېواد د هر وګړي لپاره ژوند دومره ګران او تریخ شوی چې آن ساه اخیستل ورته ګران شوي دي. په ستوني کې مو ساه بندېږي. هره ورځ مو ستونزې او بدبختۍ لازیاتېږي. ناوړه خبرې اورو او ځورېږو، خو نه پوهېږو چې تر کله به دا وضعیت دوام کوي.

له هغه وخته مې په ښو او بدو پوهېدلي یوو، یوازې د بدبختیو کتونکي یوو، نه پوهېږم څه وخت مو دعاګانې قبلېږي. اصلاٌ ولې افغانستان له دومره ظلمونو، ناخوالو او ستونزو سره مخ دی؟ ولې په خپل ژوند کې یوه د خوښۍ ورځ نه لرو؟ ولې له خنډه ډکه خوله نه لرو؟ له هغه وخته مو چې نړۍ ته سترګې پرانیستې، د دروېزې لاس مو اوږد دی تر هغه چې مرو.

له وخته چې نړۍ ته راغلي یوو، د انتحار او چاودنې غږ مو په غوږونو کې دی ترهغه چې له نړۍ ځو. دا ټولې بدبختۍ د دې لپاره دي چې مو مسلمانان یوو. دا هرڅه ددې په خاطر چې زموږ دین اسلام دی. آیا هغه کسان چې مسلمانان دي، باید بدبخته وي او دا دومره ظلم وزغمي؟ آیا یوازې موږ مسلمانان یوو؟ یوازې موږ اسلامي هېواد یوو؟ آیا زموږ اسلام د نورو مسلمانانو له اسلام سره توپیر لري؟ ولې زموږ اسلام دومره توند دی؟

نه پوهېږو څه وخت زموږ د ماشومتوب وخت رارسېږي، کله لوېږو او څه وخت مو ځواني تېرېږي. په هېواد کې مو دومره غم دی چې هېڅ خلاصون نه لري. موږ د نړۍ د تاریخ تر ټولو بده پاڼه یوو.

دا، زما د زړه یوه کوچنۍ څنډه ده چې ومې غوښتل په لیکلو یې لږ آرام شم؛ خو آرامي چېرته؟ تر هغه چې مړ نه شم، په دې هېواد کې نه آرامېږو.

ورته لیکنې

Back to top button