د فراه ولایت د پاسپورت ادارې یو کارکوونکی ووژل شو

۸صبح، فراه: فراه کې سیمه‌ییزې سرچینې په دغه ولایت کې د پاسپورت ادارې د یوه کارکوونکي د وژل کېدو خبر ورکوي.

سرچینې له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وایي، چې شنبه ماسپښين د مرغومي پر ۱۷ نېټه د فراه د پاسپورت ادارې کارکوونکی احمد شعیب د دغه ولایت په باغ‌نو سیمه کې وژل شوی دی.

ویل کېږي، چې دغه کس په خپل موټر کې دننه په سینه پنځه مرمۍ لګېدلی او مړی شوی دی.

د سرچینو په وینا احمد شعیب د جمهوریت په دوره کې هم د فراه د پاسپورت ادارې کارکوونکی و.

تر اوسه د دغه قتل انګیزه او کره معلومات روښانه نه دي.

فراه کې طالبانو هم دغه خبر تایید کړی دی.

ورته لیکنې

Back to top button