د ننګرهار ښاروالۍ یو انجينیر د بډې اخيستنې په تور ونیول شو
۸صبح، کابل

لويه څارنوالي وايي چې، د ننګرهار ښاروالۍ یو ساختماني انجینير يې د ۲۵ زرو افغانیو بډې اخيستنې په تور نیولی دی.
د لویې څارنوالۍ لخوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، تورن کس د ننګرهار یوه اوسېدونکي له خوا د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ عمومي ریاست ته د شکایت تر ورکولو وروسته د اپراتیفي عملیاتو پر اساس د کشفي او امنیتي ځواکونو په همکارۍ د ۱۴۰۰ لمریز کال د غويي پر لومړۍ ونیول شو.
د خبرپاڼې له مخې د شکایت کوونکي د وینا پر اساس، دغه انجينیر له نوموړي څخه د ساختماني جواز د لاسليک په بدل کې ۲۵ زره افغانۍ غوښتې وې چې د کنټرول او مراقبت څارنوالۍ د شکایت کوونکي د شکایت تر ارزونې او تحلیل وروسته او د لویې څارنوالۍ د لارښوونې مطابق تورن شخص نیولی دی.