د راپورونو له مخې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د میلاد النبي په مراسمو کې چاودنې شپږ تنه وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.
اېکسپرېس ټریبیون د جمعې په ورځ د (سپتمبر ۲۹مه) راپور ورکړی چې دا چاودنه د بلوچستان په مستونګ سیمې کې د الفلاح جومات ته څېرمه شوې ده.
د راپور له مخې، سيمه د امنيتي ځواکونو له خوا محاصره شوې ده او ټپيان روغتيايي مرکزونو ته لېږدول کېږي.
یو شمېر پاکستاني رسنیو ویلي، چې په دې چاودنه کې ۳۰ تنه ټپیان شوي دي.
د دې چاودنې د څرنګوالي په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
په وروستیو میاشتو کې د پاکستان بېلابېلې سیمې د دا ډول بریدونو شاهدې وې.
د روان کال د سپټمبر پر ۱۴مه د بلوچستان په مستونګ سیمه کې یوه چاودنه شوې وه، چې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند (JUIF) د یوه لوړپوړي غړي حافظ حمدالله په ګډون یې اووه کسان ټپیان کړي وو.