۸صبح، لغمان: سیمهییزې سرچینې وایي، چې لغمان کې د طالبانو پر یوه لېږدونکي موټر د چاودنې په پایله کې ۲ تنه مړه او ۵ نور ټپیان شول.
دغه پېښه سهشنبه د تلې پر نولسمه د سهار ۱۰:۰۰ بجې د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ په نورلام دره کې شوې ده.
د سرچینو په وینا د دې پېښې له امله د طالبانو رنجر موټر په بشپړ ډول له منځه تللی دی.
ویل کېږي، چې دغه پېښه د سړک غاړې ماین د چاودنې له امله وه.
د طالبانو ځایي مسوولانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
تېره ورځ هم د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د چسپکي ماین د چاودنې په پایله کې ۱۵ تنه ټپيان شول.