په غزني کې د کله چرک ناروغۍ زیاتوالی؛ په یوه اونۍ کې ۱۲۰ بېلګې ثبت شوې

۸صبح، غرني: د غزني روغتیايي سرچینې ددې ولایت په ماشومانو کې د کله چرک یا ستوني د پړسوب ناروغۍ د زیاتوالي خبر ورکوي.

د غزني د ولایتي روغتون سرچینو شنبې د لړم په ۲۱مه وویل چې په تېره یوه اونۍ کې ددې روغتون د ماشومانو په برخه کې د کله چرک  (Mumps virus)ناروغۍ بېلګې ثبت شوې دي.

د روغتیايي سرچینو په وینا، دا ویروسي ناروغي ده او له یوه کس څخه بل ته سرایت کوي او له ۵ تر لس کلنۍ ډېري ماشومان پرې اخته کېږي.

په غزني کې روغتیايي سرچینې وایي چې په کله چرک اخته ماشومان باید په روغتون کې بستر شي او تر څارنې لاندې ونیول شي؛ خو د لازمو امکاناتو او آسانتیاوو د نشتوالي له امله دوی نه دي توانېدلي چې ناروغان بستر او درملنه یې وکړي.

کله چرک ویروس چې تر ډېره د پسرلي او ژمي په موسمونو کې پيدا کېږي، د ستوني او غاړې غدې زیانمنوي او د ستوني شاوخوا د پړسوب لامل کېږي.

Back to top button