یوې موسسې په څلورو ولایتونو کې له زده کړو بې برخې نجونو ته یو ښوونیز ورکشاپ جوړ کړ

۸صبح، کابل: په داسې حال کې چې نجونې له دوو کلونو راهیسې له زده کړو بې برخې دی، د «نجونې د بدلون په لاره کې» په نوم یوې موسسې په کابل او نورو ولایتونو کې د یو شمېر زدهکړو بېبرخې شویو نجونو لپاره د زدهکړې د اهمیت په اړه روزنیز ورکشاپ او نندارتون جوړ کړی دی.
د دې ادارې مشرې روبینا عزیزي نن سه شنبې ( د چنګاښ په ۶مه) ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې د دغه پروګرام په لړ کې په کابل، بلخ، غزني او بغلان ولایتونو کې له ښوونځیو د محرومو نجونو لپاره د کتابونو، نقاشیو او لاسي صنایعو نندارتونونه جوړ شوي دي.
هغه په دې باور ده چې د دې پروګرام موخه د نجونو کار ته هڅول او مبارزې ته دوام ورکول دي، ترڅو دا پیغام ورسوي چې افغان ښځې او نجونې به له محدودیتونو سره سره له مبارزې لاس وانخلي.
د دې بنسټ د مسئولي په وینا، په پام کې ده چې په غور، لوګر او کندهار ولایتونو کې هم د زده کړو له نعمته د محرومو نجونو لپاره د مطالعې د اهمیت او د لاسي صنایعو نندارتونونه جوړ شي.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په میلیونونو نجونې ښوونځیو او پوهنتونونو ته له تګه بې برخې شوې او اوس په بشپړې بېبرخلیکۍ کې ژوند کوي.