نیمروز کې یوه موسسه پنځه زره کروندګرو ته د کرلو تخم او کیمیاوي سره ورکوي

۸صبح، نیمروز: نیمروز کې یوه موسسه په دغه ولایت کې پنځه زره کروندګرو ته اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره ورکوي.

د سرچینو په وینا د نیمروز کروندګرو ته د دغو توکو وېش سه‌شنبه د لړم پر ۱۷ نېټه «د افغانستان راتلونکو نسلونو» په نوم د یوې موسسې له خوا پیل شوی دی.

د دې موسسې د مسوولانو په وینا ټاکل شوې، په زرنج ښار کې زرو کروندګرو، کنګ ولسوالۍ کې زرو کروندګرو، چهاربرجک ولسوالۍ کې زرو کروندګرو او د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ کې دوه زره کروندګرو ته دغه مرستې ووېشي.

«د افغانستان راتلونکو نسلونو» موسسې مسوولانو ویلي، چې دغه کروندګر له مخکې سروي او ثبت شوي وو.

د دې موسسې مسوولانو زیاته کړې، چې ټاکل شوې کروندګرو ته د دغو مرستو وېش د نیمروز په چخانسور او دلارام ولسوالیو کې هم په نږدې راتلونکي کې پیل شي.

ورته لیکنې

Back to top button