۸صبح، پروان: د «کف» په نامه یو بنسټ په پروان کې سلګونو بېوزلو مېرمنو ته د مسلکي زده کړو زمینه برابروي.
پروان کې د کف موسسې مسوولې نظمي ایوبي یکشنبه د زمري پر شپاړسمه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، چې دا موسسه د کرکیلې، روغتیا او لیک لوست په برخو کې مېرمنې روزي.
د هغې په وینا، د شپږ میاشتو په مخه د پروان په بېلابېلو سیمو کې د مسلکي زده کړو دا پروګرام غځوي.
هغه د دغه پروګرامو موخه د کورنیو اقتصادي وده او د مېرمنو ځانبسیاینه بللې ده.
دا پروګرام په داسې حال کې په پروان کې پيل شوی، چې طالبانو پر افغانستان له ولکې سره سم پر مېرمنو کلک بندیزونه لګولي دي.