۸صبح، هلمند: هلمند کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان وایي، چې په هلمند کې د ناچاودې سرګلولې د چاودنې له امله یو ماشوم مړ او یو بل ټپي شوی دی.
هلمند ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ راشد شنبه د لړم پر اوومه نېټه وایي، چې دغه پېښه تېره ورځ د دغه ولایت د مرکز لښکرګاه ښار په درېیمه امنیتي حوزه کې شوې ده.
د هغه په وینا، پېښه داسې مهال شوې چې دغه ماشومان پر یوې ناچاودې مرمۍ د لوبو کولو په حال کې وو.
راشد زیاته کړې، چې ټپي شوی ماشوم د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوی او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
دا په داسې حال کې ده، چې موده مخکې هم د دغه ولایت د ګرشک ولسوالۍ په کلا ګز سیمه کې د لاسي بم د چاودنې له امله دوه ماشومان ووژل شول.