کابل ته یوه بله ۴۰ میلیون ډالري بسته ورسېده

۸صبح، کابل: د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک وایي، چې د بشردوستانه مرستو په دوام کې د ۴۰ میلیونو ډالرو یوه بله بسته کابل ته رسېدلې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک ټويټرپاڼې سه شنبه د کب میاشتې پر دویمه نېټه له غرمي مخکې په یو لړ ټویټونو کې کابل ته د دې کڅوړې د رسېدو خبر ورکړ.

د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ، د ۴۰ میلیونو ډالرو دغه بسته یو خصوصي بانک ته سپارل شوې ده.

د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان ته د ۴۰ میلیونو ډالرو د بستو لېږل، چې د دغې ډلې جنګیالي هره ورځ له بشري حقونو څخه سرغړونې کوي، تل د طالبانو د مخالفانو له سختو نیوکو سره مخامخ شوي دي.

خو امریکا او ملګروملتونو په وار وار ټینګار کړی چې طالبان به دغو نقدي مرستو ته لاس‌رسی ونه لري.

د یادونې وړ ده، چې تېره اونۍ کابل ته د ۴۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د بشري مرستو دوې بستې ولېږل شوې.

ورته لیکنې

Back to top button