د پیسو ترلاسه کولو بله بڼه؛ طالبان شخصي ملکيتونو ته په خپله لوګو نوې قبالې وېشي

۸صبح، کابل: د طالبانو د رژیم سترې محکمې، ملکیتونو ته د نویو قبالو د وېشلو خبر ورکړی.

د سترې محکمې طالب ویاند مولوي عبدالرحیم راشد نن په یوه خبري غونډه کې وویل، چې په دې اړه طالبانو یوه طرحه جوړه کړې او په پام کې لري، چې له خپلې لوګو سره په کابل او ولایتونو کې د ملکیتونو نوې کاغذي او الکترونیکي قبالې ووېشي.

هغه ادعا وکړه، چې د دغه کار هدف د قبالو د جعل او تزویر مخنیوی دی، خو هېوادوال باور لري، چې د طالبانو رژیم دغه کار له خلکو د پیسو اخیستو لپاره کوي.

د دوی په باور، طالب رژیم په هره ممکنه بڼه هڅه کړې، چې خلک د نورو فشارونو ترڅنګ تر مالي فشار لاندې راولي او په هر نوم پیسې ورڅخه ترلاسه کړي.

معلومه نه ده، چې طالبان به د نوي پلان له مخې څومره قبالې وېشي او څومره پیسې به لاسته راوړي.

روانه اونۍ، د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل د طالبانو نا لیدل شوی مشر ملا هبت الله اخندزاده تورن کړ، چې د مالیې وزارت د ګمرکي عوایدو په ۶۰ میلیارده افغانۍ یې ځانته په کندهار کې ۴۰ زره کسیز قومي لښکر جوړ کړی.

طالبانو د دولتي عوایدو د حیف و میل او له خلکو په هر نوم د پیسو اخیستو د پلمو په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

Back to top button