کابل ته د ۴۰ میلیونه ډالرو یوه بله کڅوړه راورسېده

۸صبح، کابل: د طالبانو تر کنټرول لاندې مرکزی بانک وایي، چې کابل ته  د ۴۰ میلیون ډالرو بشري مرستې يوه بله کڅوړه رارسېدلې ده.

دغه بانک د یکشنبې په ورځ د غوايي په ۲۴ مه، د کابل هوايي ډګر ته د نغدو پیسو ددغې کڅوړې د رسېدو خبر ورکړی دی.

د طالبانو مرکزي بانک ویلي، چې د ۴۰ میلیونه ډالرو بشري مرستو نوې کڅوړه، یوه خصوصي بانک ته سپارل شوې ده.

د طالبانو د مرکزي بانک چارواکو ټینګار کړی دی، چې د بانکي سکټور له لارې د بشري مرستو د نغدي کڅوړو لیږد به د «روڼتیا د رامنځته کېدو» او د افغانستان خلکو ته د مرستو په رسېدو کې، د «اسانتیا» لامل شي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو او ددغه هېواد پر بانکي سیستم له بندیزونو وروسته، د بشري مرستو د تمویل پيسې، په نغدي توګه، د ۴۰ میلیوني ډالري کڅوړو په ډول، کابل ته لېږدول کېږي.

که څه هم ملګرو ملتونو او مرستندویه ادارو تر دې وړاندې ډاډ ورکړی ودی، چې د بشري مرستو نغدي کڅوړې به د طالبانو له لاسرسي لېرې ولګول شي، خو تر دې وړاندې ددغو مرستو د تزريق له لارې، د افغانیو د ارزښت د ثبات د ساتل کېدو په تړاو، رپوټونه ورکړل شوي دي.

د بشري مرستو وروستۍ کڅوړه، څلور ورځې وړاندې کابل ته ولېږل شوه.

ورته لیکنې

Back to top button