د جهاني لیک ستایم؛ خو له روان حالته راوتلو لاره څه ده
لیکوال: دستګیر روشنیالی

د عبدالباري جهاني وروستی پرانيستی لیک د ستاينی وړ او زه یې ملاتړ کوم. د جهاني په پرانيستي ليک کې د افغانستان موجود ترخه واقعيتونه، ځورونکی حالت اودردونکې ستونزي توضيح شوي او د طالبانو پر وړاندې د ټولنې او د جهان د نظرونو او دريځونو يادونه کیږي. نوموړي د ښځو د کار د حق او د نجونو د زده کړو د حق، د بیان د ازادۍ پر وړاندې د طالبانو د چلند او په ځانګړې توګه، د هغوی په وسيله د واک انحصار ته، د انتقاد مخامخ ګوته نیسي. ښاغلی جهاني په ډیره روښانه او څرګنده توګه د واک انحصار توضيح کوي.
ښاغلی جهاني د موجودو ستونزو د توضيح او د انتقادونو ترڅنګ طالبانو ته نصیحت هم کوي او د هغوی پام د خپلو سیاستونو پايلو ته را اړول غواړي. او په راتلونکو کې د بدو پيښو لپاره تشویش لري.
د ما په نظر دا پرانيستی لیک توضيحي، انتقادي او د نصیحت کولو بڼه لري او ما ونشوای کولای پهدې ليکنه کې له موجود حالته د راوتلو غوښتنې او حل لاري پیدا کړم.
تر ټولو لويې غوښتنې:
- د ټولنې حاکمیت او د دولت مشروعیت؛
- د يو خپلواک حقوقي سيستم ايجاد؛
- د موجودو واقعیتونو او د انسان او زمان له غوښتنو سره سم د سیاستونو تنظيمول؛
- د رهبري جمعي کول؛
- د نجونو د زدکړو او د ښځو د کار کولو د حق درناوی او تضمینول.
نن په افغانستان کې لويې ستونزې د حاکمیت او قانونیت نشتوالی دی. همدارنګه يو خپلواک حقوقي سیستم نشته دی چې د خلکو د ازاديو او حقونو دفاع وکړي. د حاکمیت او قانونیت نشتوالي افغانستان له سختو او درنو خطرونو او چلینجونو سره مخامخ کړی دی او معلومه نه ده، چې دا هېواد په کوم لوري روان او سبا به څه کېږي؟
پهدې هکله د حل لاره، د ټولنې حاکميت ته مراجعه کول دی، چې يو مشروع دولت را منځ ته شي. ددې ترڅنګ د واک د وېشلو او په واک کې د ټولو قومونو د ګډون په هکله د ملي تفاهم پیل او ملي مصالحې ته غاړه ایښوول هم په ورځنې اړتیا بدل شوي او عملي کول به یې په واک انحصار له منځه يوسي او دا د کور دننه او د جهانيانو اساسي غوښتنه ده. په هېواد کې د خلکو د حقونو او ازاديو د درناوي او دفاع لپاره يو خپلواک حقوقي سیستم باید جوړ شي.
د اوسنی بحران يو بل لوی لامل ستونزو او غوښتنو ته ساده او زاړه-تکراري ځوابونه، سطحي او افراطي قضاوتونه، يو په بل پسي چټک او ناڅاپی فرمانونه، له يوې ميليوني ټولنې سره د قوماندې په دود چلند او د سياسي عملونو د پايلو نه سنجول دي.
له بلې خوا واکمن ملايان نورو ته ، او د نورو نظرياتو ته اهمیت نه ورکوي او له انتقاد کونکو او مخالفانو سره د دوښمنانو په شان چلند کوي. پهدې هکله د حل لاره ستونزو او غوښتنو ته د موجود واقعيتونو، د انسان او زمان د غوښتنو سره سم ځواب ورکول دي. د نورو نظريو او غوښتنو ته غوږ نیول، د انتقادونو اوریدل، له مخالفینو سره د سیاسي مخالف په شان چلند کول دي؛ نه د دوښمن په شان چلند کول!
بله لويه ستونزه د يوه سړي واکمني ده. د يوه سړي واکمني د ټولو د اسارت په معني ده. پهدې هکله د حل ښه لاره د رهبري جمعي کول دي. دا کار هغه وخت کېداي شي چې د سياسي پريکړو په بهیر د قومونو او سياسي ځواکونو استازي تاثیر او نفوذ ولري.
ورځنۍ ملي او جهاني غوښتنه، د نجونو او ښځو د حقونو او ازاديو درناوی او د بيان ازادي د يوه ضرورت په توګه منل او ساتنه یې کول دي.
د ما په نظر دا له موجود حالت د را وتلو، په موجود بحران د غلبي کولو، حل لارې دي. او دا به په ډاده توګه په هېواد کې د جګړو او بلواګانو مخه هم ونيسي.