د عربو امارات او د طالب امارت

ليكنه:شجاع‌الدین امیني

عربي متحده امارات د هغو درېیو هېوادونو له ډلې و چې پر افغانستان یې د طالبانو د لومړۍ دورې حاکمیت په رسمیت پېژندلی و. د طالبانو له سقوط او په افغانستان کې د نوي سیاسي نظام په رامنځته کېدو سره له طالبانو سره د اماراتو اړیکه پیکه شوه. په ۲۰۱۷ کال کې د اماراتو سفیر له پنځو تنو نورو دیپلماتانو سره یوځای د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کې په کابل کې ووژل شو چې طالبانو یې مسوولیت په غاړه وانخیست. د اماراتو چارواکو چې په ۲۰۱۹ کال کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره ناسته درلوده، ویل کیږي چې د طالبانو د لومړۍ ردې د چارواکو د ترور نظریه یې مطرح کړې وه. په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو درېیم پړاو خبرې چې په هغه کې د پاکستان او عربستان استازو هم ګډون درلود، د اماراتو په پلازمېنه، ابوظبي کې پیل شوې. دغه راز اماراتو د افغانستان پخواني جمهور رییس محمد اشرف غني ته هم له افغانستان نه له تېښتې وروسته پناه ورکړې ده.

له هغې وروسته چې طالبان بېرته واک ته راستانه شول، اماراتو د تېر په څېر دغه ډله په رسمیت نده پېژندلې، خو داسې ښکاري چې ډېرې ټینګې اړیکې ورسره لري. د هوايي ډګرونو مدیریت چې ویل کېدل ترکیه او قطر به یې مسوولیت په غاړه واخلي، د ۱۴۰۲ کال په غبرګولي مېاشت کې امارات په غاړه اخیستی دی. دغه راز د پکتیکا او خوست ولایتونو زلزله ځپونکو ته د مرستې لپاره یې ور ودانګل. د دیني عالمانو یو پلاوی د یاد کال د کب په مېاشت کې له ابوظبي نه کابل ته راغی او د طالبانو له چارواکو سره یې وکتل. تر ټولو مهمه د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب د تېرکال په لړم مېاشت  کې اماراتو ته سفر وکړ او د یاد هېواد د چارواکو له تاوده هرکلي سره مخ شو. دا سفر په رسنیو کې ډېر خپور شو او ډېرې اوازې یې پر لاره واچولې ځکه چې نوموړي د یاد سفر په ترڅ کې د افغانستان په چارو کې د امریکا له ځانګړي استازي تام وست سره وکتل او دا سفر هممهاله د افغانستان د پخواني جمهور رییس حامد کرزي له سفر سره یوځای ترسره شو. د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا برادر هم په هماغه کال اماراتو ته سفر وکړ چې په رسنیو کې یې د پام وړ انعکاس نه درلود. تازه ګام چې د تېر کال په کب مېاشت کې د اماراتو له لوري واخیستل شو او په رسنیو کې ډېر انعکاس وموند، د طالبانو استازي ته یې په دبۍ ښار کې د افغانستان د قونسولګرۍ تسلیمېدل و. په کابل کې د اماراتو سفارت پرانېستل شوی او د دواړو خواوو د چارواکو ترمنځ په عادي بڼه تګ راتګ دوام لري.

پورته ټکو ته په پام، کومه پوښتنه چې رامنځته کېږي داده، چې عربي متحده امارات له طالبانو سره د تعامل نه د ګټې اخیستنې له لارې د کومو موخو په لټه کې دی؟

۱- امارات غواړي قطر څنډې ته کړي

امارات او قطر یو له بله سره په سیالۍ کې دي. امارات په ۲۰۱۷ کال کې د قطر پر وړاندې د تحریم په لګولو او ددغه هېواد په اقتصادي محاصره کې رول درلود. ابوظبي په تېر کې ددې غوښتونکی و ترڅو د افغانستان د سولې د خبرو اترو کوربه وي، خو قطر فرصت له لاسه ورنکړ او مخته شو. له هغې وروسته چې د افغانستان د هوايي ډګرونو د مدیریت موضوع تاوده شوه، امارات ډګر ته راووت او پرېنښوده چې ترکیه او قطر دا چاره په غاړه واخلي. قطر او ترکیه د اماراتو سیالان دي. د یادې زمینې په برخه کې د اماراتو مخته کېدل، د ترکیې او قطر لپاره یوه ماته وه. دا امر د قطر او اماراتو ترمنځ د سیالۍ ژورتیا ښيي. امارات د طالبانو پر ځوان نسل د نفوذ د اعمال په لټه کې دی. د ملا هبت الله ټولواک او د نوموړي او پلویانو په لاس کې یې د واک انحصار ددې لامل شوی چې د طالبانو پخوانی مذاکره کوونکی ټیم چې دوحې پر هغوی نفوذ درلود، په پرېکړو نیونو کې دومره رول ونه لري. امارات دغه وضعیت په خپله ګټه بولي او په دې هڅه کې دی چې له دې فرصت نه ګټه واخلي.

بل زیان چې امارات قطر ته ورپېښ کړ، د ملګرو ملتونو د سازمان د امنیت شورا د پرېکړه لیک د چمتو کولو په برخه کې د رول ترسره کول و. د امنیت شورا د روان کال د غوايي په ۵مه د طالبانو له لوري د ښځو پر وړاندې د محدودیت د لګولو د محکومیت په اړه یو پرېکړه لیک صادر کړ چې مسوده یې د اماراتو او جاپان له لوري چمتو شوې وه. وړاندې تر دې چې د ملګرو ملتونو د سازمان د سرمنشي په مشرۍ د دوحې ناسته جوړه شي، د امنیت شورا له لوري پرېکړه لیک صادر شو چې د ډېرو په باور د یادې ناستې موثریت یې تر پوښتنې لاندې راوست؛ ځکه ویل کېدل په یاده ناسته کې د طالبانو د پېژندنې په څرنګوالي بحث وشي، خو د پرېکړه لیک صادرېدل د یادې ناستې پر اجنډا منفي اغېز وکړ.

۲- طالبان عربي اماراتو سره اړیکو ته ارزښت ورکوي

طالبان له اماراتو سره د څو لاملونو پربنسټ د اړیکو ټینګښت ته ارزښت ورکوي: ۱- امارات په تېر کې ددې ډلې له نږدې ملاتړو نه و او حتی هغوی یې په رسمیت وپېژندل؛ ۲- طالبان او امارات دواړه سني مذهبه دي او دې ټکي ته ارزښت ورکوي؛ ۳- امارات دموکراسۍ او د ټاکنو له لارې د واک ترلاسه کولو ته ارزښت نه ورکوي او طالبان د دموکراسۍ دښمن دي، دغه امر هغوی ته جذابیت لري؛ ۴- په خلیج حوزه کې د اماراتو نفتي موقعیت او هلته د افغان سوداګرو حضور؛ ۵- د اماراتو او امریکا ترمنځ ټینګ یووالی هغه لاملونه دي چې طالبان له دغه هېواد سره د اړیکو درلودلو ته هڅوي. د بېلګې په توګه، تام ویست هرځلي چې سیمه ییز سفرونه پیلوي، ډېرې او مهمې لیدنې له اماراتي چارواکو سره ترسره کوي.

طالبان په یوه ډول هڅه کوي چې د اماراتو او قطر ترمنځ موازنه وساتي. د بېلګې په ډول، سره له دې چې قطر له دې ډلې نه ملاتړ او کوربتوب کړی ترڅنګ یې د هوايي ډګرونو مدیریت اماراتو ته وسپاره. دغه راز د طالبانو د دفاع وزیر قطر ته له سفر وروسته، اماراتو ته سفر وکړ ترڅو وښيي چې یوازې قطر پورې تړلي ندي. دا ددې ښکارندويي کوي چې طالبان نه غواړي خپله ټوله پاملرنه قطر ته واړوي. قطري چارواکو له طالبانو نه د ملاتړ او کوربتوب ترڅنګ په ځلونو اعلان کړی دی چې د طالبانو چلند په تېره د ښځو د حقونو په برخه کې ناهیلې کوونکی دی، خو د ابوظبي چارواکو په دې اړه له موضع نیونې نه ډډه کړې چې دا امر د طالبانو لپاره چې د ښځو حقونه یې نقض کړي، د ارزښت وړ ده.

۳- عربستان اماراتو ته مسوولیت سپارلی دی

امارات له عربستان سره ټینګې دوستانه اړیکې لري. دغه دواړه هېوادونه د تاریخ په اوږدو کې یو د بل ملګري هېوادونه وو. د بېلګې په ډول، دواړو هېوادونو پر افغانستان د طالبانو لومړۍ دوره په رسمیت وپېژندله، دواړو هېوادونو په ۲۰۱۷ کال کې قطر تحریم کړ او له ۲۰۱۵ کال راپدېخوا دواړه هېوادونه د یمن په جګړه کې د حوثیانو په وړاندې جنګیږي. د خلیج عربو هېوادونو لپاره تل د ایران کنترول په لومړیتوب کې دی. سمه ده چې عربستان تازه غواړي له ایران سره د دیپلماتیکو اړیکو له لارې تعامل وکړي، خو لزوما په دې مفهوم نده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې په بنسټیړ ډول حل شوې وي او عربستان نور هېڅکله د ایران ګواښ جدي ونه نیسي او د هغه د کنترول لپاره لاس په کار نشي.

داسې ښکاري ددې لپاره چې له طالبانو سره د اړیکې د ټینګښت پر سر د عربستان او ایران ترمنځ درز رامنځته نشي او د چین هڅې له ناکامۍ سره مخ نشي، کېدای شي د عربستان له لوري د ایران او  قطر د کنترول چاره اماراتو ته وسپارل شوې وي. که چېرې دا باور سم وي، د اماراتو او طالبانو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت اړتیا تر بل هر وخته ډېره احساس کیږي؛ ځکه د طالبانو او ایران ترمنځ اړیکې د تېر په څېر تاودې ندي. څومره چې طالبان له ایران نه لیرې وي، په هماغه کچه د خلیج عربو هېوادونو سره به یې اړیکې ټینګې شي.

۴- عربي امارات د فشار ابزار په واک کې لري

په اماراتو کې د پخواني جمهور رییس محمد اشرف غني، پناه غوښتنه، کولای شي د طالبانو پر وړاندې ددغه هېواد د فشار د ابزارو یوه بېلګه وي. جالبه ده چې په ابوظبي کې د اشرف غني شتون ددې پرځای چې د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې پیکه کړي، تاودې کړي دي. معمول دادی چې که یوه نوې ډله په یوه هېواد کې واک ترلاسه کوي، که چېرې سیاله ډله له ماتې وروسته بل هېواد ته متواري کیږي او هغه هېواد هغې ډلې ته پناه ورکوي، د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې پیکه کېږي، خو طالبان او امارات له دې پلوه مستثنا دي. د بېلګې په ډول، له هغې وروسته چې رضاشاه ایران پرېښود، د مصر جمهور رییس انور سادات نوموړي ته پناه ورکړه. د ایران اسلامي جمهوري د هغه په غبرګون کې له مصر سره خپله دیپلماتیکه اړیکه پرې کړه چې تر دا مهاله دغه اړیکه عادي وضعیت ته نده راګرځېدلې.

ښاغلی غني کلونه د طالبانو پر وړاندې جنګېدلی و او طالبانو ته د دولت سپارل کېدو ته یې زړه نه ښه کاوه، خو نوموړي ته د اماراتو له لوري پناه ورکول، د طالبانو غبرګون یې له ځان سره نه درلود. البته د ابوظبي چارواکو اعلان وکړ چې ښاغلی غني یې له سیاسي فعالیتونو منع کړی دی. خو که چېرې نوموړي ته د سیاسي فعالیتونو اجازه ورکړل شي، کولای شي د طالبانو پر وړاندې د فشار په ابزار تبدیل شي؛ ځکه نوموړی، لا هم  ځان جمهور رییس ګڼي او په رسمي ډول یې هېڅ ډلې ته واک ندی سپارلی او طالبان د واک غاصبین بولي. کېدای شي له ابوظبي نه د طالبانو یوه غوښتنه دا وي چې ښاغلی غني غلی وساتي او افغانستان ته د تللو لپاره یې اړ کړي.

ورته لیکنې

Back to top button